چمن–سپین بولدک دروازه هلته تر جګړې وروسته تر نامعلومې نېټې تړل شوې ده
د چمن–سپین بولدک دروازه هلته تر جګړې وروسته تر نامعلومې نېټې تړل شوې ده
د ا.ا. د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند هم تایید کړې، چې د چمن پر پوله د دواړو ډلو د ځواکونو تر منځ نښته شوې، خو زیاته کړې یې ده، چې پېښه د “غلط فهمۍ” له امله شوې او په اړه یې پلټنې روانې دي.
د پاکستان د پوځ یوه ویاند هم ویلي چې دوی د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي.
(2022 / 11 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان د حکومت او ا.ا. د سرحدي ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته پاکستاني چارواکو ویلي چې د سپین بولدک چمن لار یې د سوداګرۍ او ترانزیت پر مخ تړلې ده.
د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ سره پر پوله د چمن ښارګوټي مرستيال عبدالحميد ظاهري د وږي په ٢٢مه رسنیو ته وويل چې د سرحدي ځواکونو له پرله پسې ډزو وروسته دغه پوله د سوداګرۍ او ترانزيت پر مخ تړل شوې ده.
د دواړو هیوادونه ځايي چارواکي وايي، د پولې دواړو غاړو ته د سوداګريزو توکو سلګونه بار وړونکي لارۍ بندې دي او د چمن د لارې د خلاصېدو په تمه دي.
ظاهري وويل: “د دواړو ډلو ترمنځ ډزې د شپې تر ناوخته پورې دوام درلود” او زياته يې کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او ترانزيت ټکنی شوی دی.
د ظاهري په وينا، نښته هغه مهال پيل شوه، چې له پولې ها خوا يو تن افغان پر پاکستاني امنيتي ځواکونو ډزې وکړې، چې له امله يې يو تن ووژل شو او يو شمېر نور ټپيان شول.
خو تر اوسه معلومه نه ده چې د دغو دوو ډلو ترمنځ په دې شخړو کې د تلفاتو شمېر څومره دی.
په ټولنیزو رسنیو کې د یوې امنیتي کمرې ویډیو خپره شوې چې بریدګر ښيي چې بریدګر د ط.البانو له څو سرحدي ساتونکو څخه ټوپک را ایستلی او د ننوتو دروازې ته څېرمه پر پاکستاني امنیتي ځواکونو ډزې کوي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت له ط.البانو غوښتي چې د چمن پولې له پرانېستلو مخکې یو مشکوک کس چې امنیتي ځواکونه یې وژلي وو، دوی ته وسپاري.
د ا.ا. د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند هم تایید کړې، چې د چمن پر پوله د دواړو ډلو د ځواکونو تر منځ نښته شوې، خو زیاته کړې یې ده، چې پېښه د “غلط فهمۍ” له امله شوې او په اړه یې پلټنې روانې دي.
د پاکستان د پوځ یوه ویاند هم ویلي چې دوی د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي.
تر دې وړاندې هم د چمن په پوله د پاکستاني او طالب ځواکونو تر منځ څو ځله تاوتریخوالی شوی و چې له امله یې پاکستاني چارواکودوی د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي دروازه تړلې ده.
اړوند موضوعات:
تر دې وروسته به د چمن– سپین بولدک لاره لس ساعته د مسافرو د تګ راتګ پرمخ خلاصه وي
د پاکستان حکومت له ط.البانو غوښتي چې خپلې ژمنې پوره کړي او په افغانستان کې نړیوالو سخت دریځو ته پناه ورنکړي، خو ط.البانو سخت دریځو ته له پناه ورکولو ډډه کړې ده. د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لانجه له څو لسیزو راهیسې د دغو دوو ګاونډیانو ترمنځ شته.