تر دې وروسته به د چمن– سپین بولدک لاره لس ساعته د مسافرو د تګ راتګ پرمخ خلاصه وي

0
101

تر دې وروسته به د چمن– سپین بولدک لاره لس ساعته د مسافرو د تګ راتګ پرمخ خلاصه وي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستان ته د ا.ا د پلاوي د سفر په لړ کې د سوداګرۍ برخه کې پر مهمو مواردو هوکړه شوې ده. راپورونه وایي چې د کندهار سپین بولدک چمن دروازه به هر سهار له اتو د مازدیګر تر شپږو بجو پورې د سوداګرو پر مخ پرانیستې وي.

 

(2021 / 11 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړر راپور 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاوو په زیاتولو هوکړه شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستان ته د ا.ا د پلاوي د سفر په لړ کې د سوداګرۍ برخه کې پر مهمو مواردو هوکړه شوې ده. راپورونه وایي چې د کندهار سپین بولدک چمن دروازه به هر سهار له اتو د مازدیګر تر شپږو بجو پورې د سوداګرو پر مخ پرانیستې وي.

اړوند موضوعات: 

د چمن– سپین بولدک لاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه 

رسنۍ وایي چې پاکستان د سوداګرۍ برخه کې د لا ډېرې همکارۍ ژمنه هم کړې ده.

د یادونې ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم له افغانستان سره په بېلو برخو کې د همکاریو ژمنه کړې ده خو تر اوسه پورې یې حتی پر یوه هغه هم عمل نه دی کړی، اوس به وکتل شي چې دوی څومره خپلو وعدو ته ژمن پاتې کېږي.

 

Leave a reply