د چمن– سپین بولدک لاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه 

0
92

د چمن– سپین بولدک لاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه 

اوس هوکړه شوې چې پاکستاني پولیس به د خلکو له ځورنې لاس اخلي او د کندهار خلک په اصلي تذکره کولی شي چمن ته واوړي او د چمن خلک کولی شي په خپلو کارډونو کندهار ته تګ راتګ او سوداګري وکړي.

 

(2021 / 11 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د چمن- سپین بولدک لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې ده.

دغه لاره د تېرې میاشتې په پيل کې د طالبانو له لوري تړل شوې وه او ویل یې لار یې ځکه تړلې چې پاکستاني لوری له افغان وګړو سره ناسم چلند کوي.

اړوند موضوعات: 

اسلامی امارت مشرانو د کندهار سوداګرو ته د ستونزو هوارولو باور ورکړو

اوس هوکړه شوې چې پاکستاني پولیس به د خلکو له ځورنې لاس اخلي او د کندهار خلک په اصلي تذکره کولی شي چمن ته واوړي او د چمن خلک کولی شي په خپلو کارډونو کندهار ته تګ راتګ او سوداګري وکړي.

چمن- سپین بولدک په جنوب کې له بلوچستان سره د افغانستان مهمه لار ګڼل کېږي چې پر دې لار د میلیونونه ډالرو سوداګرۍ تر څنګ زرګونه کسان هم تګ راتګ کوي.

Leave a reply