اسلامي امارت د اسرائیلو د امنیت وزیر له لورې د بیت المقدس “اقصی جومات” توهین په کلکو ټکو غندلی.
اسلامي امارت د اسرائیلو د امنیت وزیر له لورې د بیت المقدس “اقصی جومات” توهین په کلکو ټکو غندلی.
5 جنوري 2023
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د صهيونېستی رژيم د ملي امنیت د وزیر لخوا د الاقصی جومات بې حرمتي په کلکو ټکو غندلې.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د فلسطین د سپېڅلو ځایونو هر ډول بې حرمتي لکه د الاقصی جومات په ګډون چی یوه بېلګه یې ده او له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه او د نړۍ د مسلمانانو ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی دی.
اړوند موضوعات
په تل ابیب کې د بریتانیا سفارت الاقصی جومات ته د اسرائیلي وزیر د سفر په اړه خپل غبرګون ښودلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د اسراییلو د ملي امنیت وزیر «ایتامار بن ګویر» په ختیځ بیت المقدس کې له یو شمېر سرتېرو سره د الاقصی جومات ته تللی چې د نوموړي دا کار په پراخه کچه غندل شوی دی.
حماد