کانونو او پټرولیم وزارت: د آمو سیند د نفتي حوزې تړون له چینايي CPEIC شرکت سره لاسلیک شو.

0
85

کانونو او پټرولیم وزارت: د آمو سیند د نفتي حوزې تړون له چینايي CPEIC شرکت سره لاسلیک شو.

5 جنوري 2023

نن ورځ د افغان دولت “اسلامي امارت” د کانونو او پټرولیم وزارت او چینایي CPEIC شرکت تر مینځ د امو سیند د نفتي حوزې د استخراج تړون لاسلیک شو.

په یادو مراسمو کې
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ اشهاب الدین دلاور، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر آخند، په کابل کې د چین سفیر وانګ یو او یو شمېر د کابینې غړو ګډون کړی وو، چې په حضور کې یې له چینايي CPEIC کمپنۍ سره د آمو سیند د نفتي حوزې تړون لاسلیک شو.

 

یادو مراسمو کې د کانونو وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې د آمو سیند د نفتي حوزې د تړون د جزئیاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د دغې پروژې په عملي کېدو سره به په راتلونکو څو کلونو کې افغانستان د نفتو په استخراج کې په ځان بسيا شي او څه دپاسه درې زره افغانانو ته به د کار زمينه برابره شي.

 

د آمو سیند د نفتي حوزې پروژه په 4500 کیلومتره مربع مساحت کې چې د جوزجان، سرپل او فاریاب په ولایتونو کې موقعیت لري، د 25 کلونو لپاره لاسلیک شو او قراردادي شرکت په لومړي کال کې 150 میلیونه ډالره او په راتلونکو دریو کلونو کې به 540 میلیونه ډالره پانګون کوي او همدارنګه په دغه قرارداد کې افغان حکومت به 20 سلنه ونډه لري او ټول پروسس به یې په افغانستان کې کېږي.

 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادرآخند هم د آمو سیند په حوزه کې د نفتو د پروژې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: افغانستان بې شمېره طبیعي زیرمې لري که چېرته په ګټوره توګه ترې ګټه واخلو له دې سره کولای شو د هیواد اقتصادي وده لوړه کړو.

 

اسلامي امارت د آمو سیند نفتي حوزې له قراردادي شرکت سره له هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او همدارنګه یې د کانونو او پټرولیم وزارت ته هدایت ورکړ چې د قراردادي شرکت له کارونو د پروژې د تطبيق له بهير څخه څارنه او ارزونه وکړي.

اړوند موضوعات

 

د عامې روغتیا او کډوالو چارو وزارت تر مینځ مهاجرینو ته د روغتیایي خدمتونو هوکړه لاسلیک شوه.

د آمو سیند د نفتي حوزې د قرارداد د لاسلیک مراسم د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د خبریالانو په پوښتنو او ځوابونو ویلو پای ته ورسېد.

Leave a reply