د عامې روغتیا او کډوالو چارو وزارت تر مینځ مهاجرینو ته د روغتیایي خدمتونو هوکړه لاسلیک شوه.

0
193

د عامې روغتیا او کډوالو چارو وزارت تر مینځ مهاجرینو ته د روغتیایي خدمتونو هوکړه لاسلیک شوه.

 

27 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عامې روغتيا وزارت او کډوالو چارو وزارت تر منځ د ګډو همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.

 

خبر زیاتوي: د عامې روغتيا وزارت او مهاجرينو وزارت تر منځ ياد هوکړه ليک د عامې روغتيا وزارت د وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او مهاجرينو وزارت وزير ښاغلي خليل الرحمن حقاني تر منځ د دواړو وزارتونو د يو شمېر مسؤولینو په شتون کې لاسليک شو.

اړوند موضوعات

د عامې روغتیا وزیر د روغتیایي خدماتو د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره کتلي.

 

د یاد هوکړه لیک له مخې به د عامې روغتيا وزارت له لوري د مهاجرينو او بې ځايه شويو لپاره د روغتيايي خدماتو په برخه کې فعالیتونه لا پراخ په همغږۍ او منظم ډول تر سره کيږي.

Leave a reply