د عامې روغتیا وزیر د روغتیایي خدماتو د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره کتلي.

د عامې روغتیا وزیر د روغتیایي خدماتو د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره کتلي.
26 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د روغتیايي خدماتو د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره لیدنه ترسره کړه.
په ياده ليدنه کې د روغتیايي خدماتو د ښه والي ، لا ډيرې همغږۍ او په راتلونکي کال کې یې د لا غوره روغتيايي خدماتو په اړه خبرې تر سره کړې.
د روغتیايي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو استازو د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه سره خپلې ستونزې شريکې او د لا همکارۍ غوښتنه وکړه.
اړوند موضوعات
روغتیا وزارت: ننګرهار کې د ۲۴ ميليونه افغانيو په لګښت د کتلوي معافيت نوې ودانۍ جوړه شوې.
د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د دوۍ ستونزې واورېدې او د حل په موخه یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.





