روغتیا وزارت: ننګرهار کې د ۲۴ ميليونه افغانيو په لګښت د کتلوي معافيت نوې ودانۍ جوړه شوې.

روغتیا وزارت: ننګرهار کې د ۲۴ ميليونه افغانيو په لګښت د کتلوي معافيت نوې ودانۍ جوړه شوې.
13 دسمبر 2022
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد له لوري د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت نوې ودانۍ رسماً افتتاح شوه.
د کتلوي معافیت عمومي مدیریت نوې ودانۍ چې د یونیسیف په مالي مرسته جوړه شوې ده، د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد له لوري د ننګرهار د روغتيايي ٢مسؤولینو په شتون کې د پټۍ په پریکولو سره رسماً افتتاح شوه.
یاده ودانۍ چې په ډیر مجهز شکل سره جوړه شویده، د ختیځ زون لپاره د واکسینو ساتلو معیاري سوړ ځنځیر، اطاقونه، او د غونډو تالار لري او په مجهزو وسایلو سمباله ده.
اړوند موضوعات
روغتیا وزارت: د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز روغتون پرانېسته ترسره شوه.
یاده ودانۍ د يونيسف په ۲۴ ميليونه افغانيو مالي لګښت د يو کال په موده کې جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
حماد






