روغتیا وزارت: د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز روغتون پرانېسته ترسره شوه.

0
175

روغتیا وزارت: د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز روغتون پرانېسته ترسره شوه.

27 نومبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه نشره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت له لورې د هیواد شمالي ولایت بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د یو ۵۰ بستریز روغتون پرانیسته ترسره شوه.

 

خبر زیاتوي چې په دغه پرانیستي مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د پلان او پالیسۍ معین، دوکتور محمد حسن غیاثي او ورسره مل ټیم ګډون کړی وو.

دوی بلخ ته د سفر په ترڅ کې د دهدادي ولسوالۍ پنځوس بستریز روغتون پرانیسته ترسره کړه.

اړوند موضوعات

روغتیا وزارت: د بلخ حوزوي روغتون کې د شپږ ضروري او مجهزو څانګو پرانسته ترسره شوه.

دغه روغتون چې په مجهزو عصري روغتیايي تجهیزاتو سمبال دي د یادې ولسوالۍ د مخورو له دروند استقبال څخه برخمن شوه، چې د ولسونو لپاره به اغېزمن روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

Leave a reply