روغتیا وزارت: د بلخ حوزوي روغتون کې د شپږ ضروري او مجهزو څانګو پرانسته ترسره شوه.

روغتیا وزارت: د بلخ حوزوي روغتون کې د شپږ ضروري او مجهزو څانګو پرانسته ترسره شوه.
25 نومبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت لوړ پوړي هئیت بلخ ولايت ته د سفر په لړ کې د دې ولایت حوزوي روغتون کې د پنځه لکه امريکايي ډالرو په ارزښت د ناروغانو د خدمت لپاره د شپږ ضروري او مجهزو څانګو پرانسته ترسره کړه.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده او د پلان او پالیسۍ معین دوکتور محمد حسن غیاثي چې د بلخ والي، مولوي محمد داوود مزمل یې ملتیا کوله دا ځل په حوزوي روغتون کې د ناروغانو (ښځینه، نارینه) پایوازانو انتظار خونې د بنسټ ډبره کېښوده او همدارنګه د CT scan, Bronchoscopy, rTMS, EMG, EEG, او Telemedicine څانګې پرانیسته ترسره کړه.
اړوند موضوعات
د افغانستان او پاکستان تر منځ د روغتیايي مرستو هوکړه لیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت ښاغلو معینانو د بلخ حوزوي روغتون د روغتیایي کارکوونکو فعالیتونه وستایل او دوی یې د ولس لا ښه خدمت ته وهڅول.






