د افغانستان او پاکستان تر منځ د روغتیايي مرستو هوکړه لیک لاسلیک شو 

0
188

د افغانستان او پاکستان تر منځ د روغتیايي مرستو هوکړه لیک لاسلیک شو 

د افغانستان لپاره د پاکستان استازي محمد صادق په یوه ټویټ کې لیکلي چې دوی د افغانستان د عامې روغتیا له سرپرست وزیر قلندر عباد سره په لیدنه کې د طبي تفاهم لیک لاسلیک کړ. د کابل او اسلام اباد ترمنځ دغه تفاهم لیک اجازه ورکوي چې افغان ډاکټران او جراحان له پاکستان څخه تخصصي روزنه ترلاسه کړي.

 

(2022 / 11 / 20    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د یو هوکړه لیک له مخې به افغان ډاکټران او جراحان د پاکستان له خوا وروزل شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان استازي محمد صادق په یوه ټویټ کې لیکلي چې دوی د افغانستان د عامې روغتیا له سرپرست وزیر قلندر عباد سره په لیدنه کې د طبي تفاهم لیک لاسلیک کړ. د کابل او اسلام اباد ترمنځ دغه تفاهم لیک اجازه ورکوي چې افغان ډاکټران او جراحان له پاکستان څخه تخصصي روزنه ترلاسه کړي.

اړوند موضوعات:

له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ اړتیا، هوکړې او تړونونه

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د پاکستان او افغانستان تر منځ په مختلفو برخو کې ورته هوکړه لیکونه لاسلیک شوي ؤ، چې له مخې یې دافغانستان او پاکستان تجارانو ته د ګډ کار، ځینې سیاسي هوکړه لیکونه او یو شمېر نور هوکړه لیکونه لاسلیک شوي وو.

 

Leave a reply