له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ اړتیا، هوکړې او تړونونه

0
103

له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ اړتیا، هوکړې او تړونونه

باغي ټي وي:

تېره اوونۍ پاکستانی پلاوی کابل ته راغی او له چارواکیو سره یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ هوکړه لاسلیک کړې ده، سره له دې، چې دا هوکړه لنډ مهاله ده، خو په اوسنیو حالاتو کې یې هرکلی کوو او پر پاکستان غږ کوو، چې عملی یې کړی، ځکه هم پاکستان او هم افغانستان له سخت اقتصادی بحران سره مخ دی او د سیمې هېوادونه هم په ځانګړې توګه د مرکزی اسیا هېوادونه غواړی، چې د افغانستان له لارې دې د سیمه ییز اتصال یا سیمه ییز وصل پروسه عملی کړل شی، چې پراخه سیمه ییزه سوداګری پیل شی.

دغه راز د افغانستان سوداګر په کلکه غوښتنه کوی، چې له پاکستان سره دې د افغانستان د سوداګرو ستونزې حل کړی او د دې لپاره دې د اپټا تړون عملی کړل شی، په هغه تړون کې د افغانستان سوداګرو ته اجازه ورکړل شوې، چې د پاکستان له لارې له هندوستان سره ازاده سوداګری وکړی او هندوستان ته د افغانستان د سوداګریزو مالونو دلېږد لړۍ پراخه کړل شی.

که څه هم په اوسنۍ تازه هوکړه کې پاکستان منلې، چې د واګه بندر له لاره به د افغان سوداګرو پر مخ پرانیزی، چې له هندوستان سره سوداګری وکړی، خو پاکستان دا مسئله یوازې او یوازې د یوې هوکړې پر بنسټ کړې او که هر وخت یې زړه وغواړی، نو بېرته دا لاره بندولی هم شی.

اوس راځو دې ته چې کابل ته له راغلی پاکستانی پلاوی سره د سوداګرۍ په اړه په هوکړه لیک کې پر کومو سوداګریزو راکړو ورژمنې شوې:

د چارواکیو د خبرو او څرګندونو پر بنسټ خبرونه وایی، چې کابل ته له راغلی دغه پاکستانی سوداګریز پلاوی سره د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا په هدف داسې هوکړه شوې، چې له دې وروسته به د دواړو هېوادونو باربری لارۍ اجازه ولری چې د افغانستان او پاکستان ټولو سیمو ته ازاد تګ راتګ وکړی.

دغه شان به د سیمه‌ییز اتصال په هدف د افغانستان، پاکستان او ازبکستان دری اړخیزه غونډه هم جوړه شی.

د افغانستان له لوری په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، پاکستانی لوری ډاډ ورکړ چې د واګه سرحد له لارې به هند ته هم د افغانستان د صادراتو په وړاندې هېڅ ډول محدودیت شتون نه‌لری. دغه شان دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د روان میلادی کال له اګېست میاشتې وروسته به د دواړو هېوادونو بابری لارۍ د افغانستان او پاکستان ټولو سیمو ته ازاد تګ راتګ ولری.

خبرونه وایی، په دې غونډه کې د افغانستان په استازولۍ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د پاکستان په استازولۍ د یاد هېواد د سوداګرۍ وزیر برخه لرله.

په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی: «د سوداګریزو توکیو د انتقال د مودې په اړه دواړه لوری دې پایلې ته ورسېدل چې پاکستان په هغو ټرانزیټی توکیو چې د دوی له خاورې افغانستان ته داخلیږی، هېڅ زمانی قید نه وضع کوی. همدارنګه افغانستان له خپلې خاورې پاکستان ته د توکیو د لېږد موده له ۵ ورځو څخه ۸ ورځو ته پورته کړه.»

په اعلام شویو هوکړو کې د ډبرو د سکرو د صادراتو په اړه څه نه‌دی وېیل شوی، هغه څه چې فکر کېږی د پاکستانی پلاوی د سفر تر ټولو لوی هدف او مطرحه موضوع وه. په اعلامیه کې راغلی، چې د سیمه‌ییز اتصال په هدف به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان دری اړخیزې غونډې جوړې شی.

دغه شان د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه شوې چې د تورخم او سپین بولدک لارې به هره ورځ ۲۴ ساعته، خو د غلام خان او ډنډ پټان لارې به هره ورځ ۱۲ ساعته د ټرانزیټ لپاره خلاصې وی.

په اعلامیه کې دا هم راغلی چې پاکستانی لوری د اپټا تړون “۲۰۱۰” ته ژمنتیا څرګنده کړه او دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د اپټا ۲۰۲۱ عنوان لاندې د خبرو په ترڅ کې د هغو کارونو د بشپړتیا لپاره عملی ګامونه پورته شی چې پرې توافق رامنځته شوی و. دا هم وېیل شوی، چې د ځانګړی مېکانېزم په جوړولو سره به د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د ویزې اخیستلو اسانتیاوې رامنځته شی.

په ورته وخت کې افغان سوداګر په ځانګړې توګه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونه له پاکستانه غواړی چې په کړیو ژمنو عمل وکړی.

په هر حال، د دې هوکړې په غبرګون کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس یونس مومند وېیلی که څه هم د پاکستانی پلاوی په دې خبرو کې د افغانستان خصوصی سکتور برخه نه لرله، خو په خبره یې اصل تړون اپټا دی چې اوس یې د عملی کولو لپاره دواړه هېوادونه لاس په کار شوی دی. ده وېیلی: « فرعی ژمنې ښایی ګټورې وی خو موږ غواړو چې ټولو شیانو ته رسمی بڼه ورکول شی او دا ټول شیان په اپټا تړون کې شامل شی او دا تړون ژر تر ژره لاسلیک شی.»

د اپټا تړون په ۲۰۱۰ میلادی کال کې د امریکا متحدو ایالاتونو په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ د پنځه کالو لپاره لاسلیک شو. د افغانستان د سوداګرۍ خونی مسوولین وایی که د اپټا تړون د نړیوال سازمان له معیارونو سره سم جوړ شی، پر بنسټ به یې افغان سوداګر وکولای شی د پاکستان له لارې هند ته د خپلو سوداګریزو مالونو کچه ډېره کړی او په بدل کې به یې پاکستان د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریزه لار پیدا کړی.

هسې نه چې پاکستان بیا هم له افغانستان سره تړونونه د خپلو سیاسی غوښتنو قربانی کړی، ځکه پاکستان هر وخت دا کړنلاره عملی کړې او له افغانستان سره یې هوکړې او تړونونو ته شا کړې ده. له پاکستان سره افغانستان د اوسنۍ هوکړې او ابټا تړون تر څنګ ډېر نور تړونونه هم لاسلیک کړی، چې هر یو یې دلته نه شوو یا دولی، ځکه ډېر تفصیل غواړی.

که حالاتو ته پام وکړو پاکستان اړ دی، چې له افغانستان او سیمې سره د قانونی سوداګرۍ پر لاره روان شی، ځکه دغه هېواد له سخت اقتصادی بحران سره مخ دی. تازه ای اېم اېف یا د پیسو نړیوال بانک منلی، چې پاکستان ته به د یو اشاریه اووه ملیارډ ډالرو پور ورکړی، چې پرې خپل لړزانده اقتصاد ورغاوی، همدا اوس په پاکستان کې خوراکی مواد او تېل ډېر ګران شوی او د پاکستان دکرنسۍ ارزښت سخت لوېدلی دی.

پاکستانی چارواکی وېره لری، چې هسې نه د ګرانۍ له امله د سرېلانکا پر برخلیک اخته شی! همدا وجه ده، چې د سریلانکا انقلاب په پاکستان کې اندېښنې زیاتې کړې دی، سریلانکا هم د چین د ډېرو پورونو له امله خپل نظام له لاسه ورکړ او ونړېد، پاکستان هم د چین او عربی هېوادونو تر سختو پورونو لاندې دی او هڅې کوی، له افغانستانه د وارېدېدونکو مالونو پر مټ د پورونو د تادیې لپاره یوڅه برابر کړل شی.

د پاکستان خصوصی تلوېزیون (جیو نیوز) وېیلی، چې د دغه هېواد د بهرنیوو اسعارو زېرمې د جون ۳۰مې او د جولای د ۷مې ترمنځ موده کې د ۹۹میلیونو ډالرو په اندازه کمې شوې دی، وېیل کېږی، چې د پاکستان د خزانې دغه کمی په چټکۍ سره پر مخ روان دی او وېره ده که کنټرول کړای نشی، نو د سریلانکا پر برخلیک به اخته شی!

اوس پاکستان د پور کچه ۱۲۸ ملیارډه ډالره ده او چارواکی وایی، چې د بحران د کابو کولو لپاره سم د لاسه ملییارډو ډالرو ته اړتیا لری، ځکه پاکستان مجبور دی، چې په یوه کال کې ۲۱ میلیارډه ډالره پور ادا یا تادیه کړی!

دا د پاکستان لپاره ډېره سخته ده، له همدې امله د حیرانۍ خبره نه ده،چې نن له افغانستان سره هوکړه کوی، چې د سوداګرۍ پر مخ به یې د واګه بندر او خپلې ټولې لارې پرانیستې وی! هغه لارې چې پاکستان تل هڅه کوله چې د افغان سوداګرۍ پر مخ یې بندې وساتی او له دې اړخه د افغانستان پر اقتصاد فشارونه راوړی، خو نن باید پاکستان د دې ناوړه کړنلارې زیانونو ته ځیر شی، دا چې وخت نور هم تېر نشی، پاکستان ته غوره ده، چې د سوداګرۍ نړیوالو ارزښتونو له مخې لومړی له افغانستان او بیا له سیمې سره اړیکې جوړې کړی!

د افغانستان د سوداګرۍ د خونو وړاندیز پر ځای او سم دی، چې باید پاکستان د اپټا تړون ته ژمن پاتې شی او پر ځان یې عملی کړی، ځکه تل پاتې او روا ګټې په، ګډو او روا ګټو کې نغښتې دی!

 

لیکنه حمزه

Leave a reply