د افغانستان لپاره بشري مرستې راوړونکي افغان ټرکونه د پاکستان په لار واهګه بارډر ته رسیدلي دي

0
95

نصیب شاه شینواري
په پاک افغان پوله تورخم د افغانستان څخه هغه ګاړي چې څو ورځې وړاندې پاکستان ته را داخل شوي وو د پاکستان او هند ترمینځ بارډر واهګه ته رسیدلي دي.
د افغان ټرکونه به د افغانستان لپاره ب د هند حکومت له لوري اعلان شوې د غنمو مرستې د پاکستان په لار افغانستان ته را ورسوي.

څو ورځې وړاندې د افغان ګاړو یو قافله د تورخم په پوله د واهګه پوله په لور رخصت کړې شوه، ویل کیږي چې دا قافله د پاکستان او هند ترمینځ شریکه پوله واهګه بارډر ته رسیدلي ده او په لنډ وخت کې به د هند حکومت له خوا افغانستان لپاره د غنمو مرستې افغانستان ته راوړي.
په تورخم پوله یو کسټم کلیرینس ایجنټ رضوان شینواري رسنیو ته اوویل چې ددوی شرکت په ذریعه به په تورخم پوله دوی پاکستان کسټم هاوس سره کار وکړي او دوی به سهولت او اساني ورکړي چې په ښه توګه او ډیر زر دا بشري مرستې افغانستان ته ولیږل شي چې د افغان اولس لپاره وکارول شي.
رضوان شینواري اوویل چې دوی سره بل شریک ارشاد آفریدي هم دې او د هند حکومت له اړخه د افغانستان سره دا بشري مرستې به د پاک افغان ټرانزټ ټریډ په قانون د هند نه پاکستان ته او بیا د پاکستان څخه افغانستان ته ورسول شي.
د ډان ورځپانړې د رپورټ مطابق د دوشنبې په ورځ د ۴۱ افغان لاریو کاروان واګه بندر ته ورسېدو چې له هند څخه د غنمو لومړۍ جوپه د هند عطار څخه د پاکستان په لار افغانستان ته راوړي.
د ډان رپورټ مطابق نوي ډیلي افغانستان ته د خوراکي توکو د کمښت له امله د پنځوس زره ټنه غنمو مرسته کولو اعلان کړي دې .
د رپورټ مطابق نن د نهې په ورځ طمعه څرګندیږي چې د غنمو دا مرسته به په ۴۱ افغان لاریو کې بار شي او د پاکستان په لار به افغانستان ته ولیږل شي.

د چارواکو د وینا مطابق داسې پلان وو چې د هند د بشري مرستو لپاره به ۶۰ ټرکونه پاکستان ته را داخل شي، خو تورخم ته یوازې ۴۱ لارۍ را داخلې شو. واهګه ته سفر د پیل کیدو وړاندې لارۍ د ملي لوژستیک سیل(این ایل سی) په انګړ ،لوی میدان کې څه وخت لپاره ایسارې .
چارواکيی اوویل چې تر دې وړاندې د پاکستان ګمرکونو او امنیتي چارواکو له خوا ددې ټرکونوپه بشپړه توګه کتنه او پلټنې وشوې.
موټر چلوونکي هم د معیاري عملیاتي پروسیجرونو (SOPs) لاندې معاینه شوي او بیا لیږل شوي دي.

Leave a reply