نواز شریف د وخت نه وړاندې ټاکنې غواړي

0
91

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف په هیواد کې د وخت نه وړاندې د انتخاباتو ملاتړ کړې دې.
سرچينې تائيد کړې ده چې نواز شريف په مرکز کې د حکومت د پرېښودو په آپشن د ګوند له لوړ پوړو مشرانو سره خبرې کړې دي، نوازشريف د لومړي وزير شهباز شريف او د پاکستان د ډيموکراتيک غورځنګ په ګډون د ګوند له لوړ پوړو مشرانو سره هم څو ځلې خبرې کړې دي. .
دسرچينو له مخې نوازشريف وئيلي دي چې په حکومت کې دزيات وخت پاتې کيدل د ستونزو دحل پرځاى دزياتو ستونزو دحل نښه ده ځکه چې حکومت بايد دټولو رياستي ادارو رښتيني ملاتړ ولري.

دسرچينو ترمخه دپي ټي ايم مشرانو چې پکې اصف زرداري اؤ مولانا فضل الرحمان هم شامل دي تر دې مهاله دحکومت پريښودلو سره مخالفت ښودلى خو دپروېز الهي دپنجاب وزيراعلي کولو په اړه دسپريم کورټ فيصله امکان لري.
سرچينې زياته کړې، چې نواز شريف د خپل ګوند مشرانو ته ويلي، چې د بې اعتمادۍ په رايه کې د عمران خان له ګوښه کېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره د شهباز شريف د حکومت پر وړاندې خنډونه ايښودل شوي، چې ښايي ګوند يې زيانمن کړي.

Leave a reply