اقتصادي کمیسون د لغمان د شاهي کانال او چینایي شرکت لخوا د جوزجان د ګازي بریښنا تولید په اړه بحث او پریکړه کړې.
اقتصادي کمیسون د لغمان د شاهي کانال او چینایي شرکت لخوا د جوزجان د ګازي بریښنا تولید په اړه بحث او پریکړه کړې.
4 جنوري 2023
د اقتصادي کمیسیون غونډه نن ورځ د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند په مشرۍ ترسره شوه.
یاده غونډه کې د نورو موضوعاتو سربیره د اوبو او انرژۍ اړوند ځینو مسایلو باندې بحث او مهمې پریکړې ترسره شوې.
په یاد اقتصادي کمیسیون مجلس کې د دې په اړه پرېکړه وشوه چې د زمینداور پروژې ته ټاکل شوې کمېټه دې په دې تفکیک سره چې مشري به یې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا کیږي، د لغمان شاهي کانال په اړه تخنیکي او مالي څېړنه وکړي او خپل راپور دې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.
همدارنګه په غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري له چیني شرکت سره په جوزجان ولایت کې د ۳۰۰ مېګا واټه ګازي برېښنا فابریکې جوړولو او له ترکي شرکت سره د سروبي ۲ برېښنا بند د جوړولو هوکړه لیکونو په تړاو بحث وشو.
اړوند موضوعات
خبر زیاتوي چې له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې له یادو شرکتونو سره د هوکړه لیکونو موضوع تائید ده.
حماد