عبدالسلام حنفي: د اسلامي نظام ټينګښت د شهیدانو د وینو او د مجاهدینو د سرښندنو پایله ده.
عبدالسلام حنفي: د اسلامي نظام ټينګښت د شهیدانو د وینو او د مجاهدینو د سرښندنو پایله ده.
4 جنوري 2023
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د فاریاب ولایت یو شمېر مجاهدینو سره په کتنه کې وویل، د اسلامي نظام ټينګښت د شهیدانو د وینو او د مجاهدینو د سرښندنو پایله ده.
په دې کتنه کې یارمحمد نانوای
د فاریاب ولایت له سابقه لرونکو مجاهدینو څخه د نورو په استازولۍ د خبرو پرمهال وویل، د خوښۍ ځای دی چې د مجاهدینو وینې او سرښندنې پایلې ته ورسېدې او د اشغال له پایته رسېدو سره په هیواد کې اسلامي نظام ټينګ شو.
هغه زیاته کړه، هغوی په هرحال کې د اسلامي امارت ملاتړي دي او تل به د نظام د رهبرۍ د اوامرو اجراکوونکي وي.
یار محمد نانوای د اسلامي امارت له مسوولینو څخه وغوښتل د مجاهدینو سرښندنو او کوښښونو ته په پام د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.
مولوی عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت مجاهدینو سره پر کتنه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، د اسلامي نظام دوباره ټينګښت او په هیواد کې د امنیت تامین د زرګونو شهیدلنو د وینو او د ملت د سرښندنو پایله ده او باید چې درناوی یې وشي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د تخار او کابل ولایتونو ځینو شخصیتونو او قومي مخورو سره کتلي.
هغه زیاته کړه، که څه هم د شهیدانو د وینو او د ملت د قربانیو جبران ممکن نه دی، اما د اسلامي امارت مسوولین کوښښ کوي چې د خلکو په ځانګړي ډول د مجاهدینو ستونزې تشخیص او حل کړي.