د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د تخار او کابل ولایتونو ځینو شخصیتونو او قومي مخورو سره کتلي.

0
83

د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د تخار او کابل ولایتونو ځینو شخصیتونو او قومي مخورو سره کتلي.

4 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د د ریاست الوزرا عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ورځ د کابل او تخار ولایتونو یو شمېر شخصیتونو او سپین ږیرو سره وکتل.

 

دوی د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او هیواد کې د حکومتولۍ په اړه خبرې وکړې او د اسلامي نظام ټینګښت یې الهي نصرت او د هیواد د خلکو او مجاهدینو د قربانیو او زیار پایله وبلله او ستاینه یې وکړه.

 

هغوی د اسلامي امارت مسوولینو څخه وغوښتل چې په هیواد کې ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او همداراز د اسلامي نظام او خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اوسمهال په هیچا هېڅ ډول محدودیت نشته او د ټولنې ټول افراد بشپړه ازادي لري.

اړوند موضوعات

د چارو ادارې لوی رئيس: اسلامي امارت به هيچا ته د افغانانو ترمنځ د نفاق اچونې اجازه ورنه کړي.

نوموړي په هیواد کې ښوونه او روزنه تر ټولو مهمه موضوع وبلله وې ویل، د اسلامي امارت مسوولین د ښوونې او روزنې مسئلې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

Leave a reply