په کابل کې د ۱۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د درملو او روغتیایي محصولاتو مارکېټ ګټې اخیستې ته وړاندې شو

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغې ادارې مسؤلينو د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د کابل په پروان هوټل سیمه کې د درملو او روغتیایي محصولاتو مارکېټ پرانیسته وکړه.
سرچینه زیاتوي، پر یادې ودانۍ ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه شوې چې د ۶۷ دکانونو او ۳۱ معیاري دفترونو په لرلو درمل او روغتیايي محصولات په کې پلورل کېږي.
(2023 / 1 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کابل کې د ۱۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د درملو او روغتیایي محصولاتو مارکېټ ګټې اخیستې ته وړاندې شو.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغې ادارې مسؤلينو د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د کابل په پروان هوټل سیمه کې د درملو او روغتیایي محصولاتو مارکېټ پرانیسته وکړه.
سرچینه زیاتوي، پر یادې ودانۍ ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه شوې چې د ۶۷ دکانونو او ۳۱ معیاري دفترونو په لرلو درمل او روغتیايي محصولات په کې پلورل کېږي.
اړوند موضوعات:
تر دې وړاندې کابل کې د هوټل پروان او کوټسنګي سیمه کې د بوستان پلازا د درملو عمده پلورنځیو ته ځانګړې شوي وو.