د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس د فاریاب ولایت د یو شمیر درملتونو، عمده پلورنځیو او شرکتونو څخه لیدنه ترسره کړه.

د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس د فاریاب ولایت د یو شمیر درملتونو، عمده پلورنځیو او شرکتونو څخه لیدنه ترسره کړه.
5 دسمبر 2022
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې عمومي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي د فاریاب ولایت له یو شمیر درملتونونو، عمده پلورنځیو او شرکتونو څخه لیدنه کړې ده.
ښاغلي عمر له یادو درملیځو تاسیساتو څخه د لیدنې په جریان کې هغوی ته د مسؤل فني یا فارمسسټ په درلودلو او ګدامونو کې د درملو په معیاري ساتلو ټینګار وکړ او د درملو د نرخونو د کنټرول په اړه یې هر اړخیزې سپارښتنې ورته وکړې.
ښاغلي عمر د خپلو خبرو په دوام کې د درملتونونو، عمده پلورنځیو او شرکتونو له مسؤولینو څخه وغوښتل، چې له کمپنیو څخه د درملو اخیستلو پر مهال قانوني اسنادو ته پاملرنه وکړئ، او د غیرقانونی درملو له خرڅلاو څخه ډډه وکړئ.
اړوند موضوعات
د اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست نن ورځ د فرانسې MDM مؤسسې له مسؤلینو سره وکتل.
ښاغلي عمر د خپلو خبرو په خاتمه کې وویل که د هرچا درملتون، عمده پلورنځۍ او شرکت کې جعلي، بې کیفیته ، غیرقانوني او تاریخ تیره درمل کشف شول، د خوړو او درملو ملي ادارې له لورې به قانوني چلند ورسره وشي.





