د اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست نن ورځ د فرانسې MDM مؤسسې له مسؤلینو سره وکتل.
د اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست نن ورځ د فرانسې MDM مؤسسې له مسؤلینو سره وکتل.
27 نومبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې عمومي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر نن یکشنبه پخپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د فرانسې نړیوالو ډاکټرانو موسسې “MDM” له مسؤولینو سره وکتل.
په دغې کتنه کې عبدالباري عمر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د درملو واردلو برخه کې د هغوی ستونزې او مشکلات واوریدل.
په ورته وخت کې عبدالباري عمر په یاده کتنه کې وویل هر مؤسسه باید معیارات او قانون په نظر کې ونیسي او د خوړو او درملو ملي ادارې د معیاراتو او سټنډرډونو له مخې دې افغانستان ته درمل وارد کړي.
اړوند موضوعات
په دغې کتنه د خوړو او درملو ملي ادارې مشر د ادراې د لا پرمختګ لپاره یو شمیر وړاندیزونه هم د یادې مؤسسې له مسؤولینو سره شریک کړل.