د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پراګ کې د افغانستان سفارت د کابل له حکومت سره په تماس کې دی
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پراګ کې د افغانستان سفارت د کابل له حکومت سره په تماس کې دی
دغه وزارت نن یکشنبه د غويي ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د افغانستان سفارت د افغانستان له اوسني حکومت سره په اړیکه کې دی او اوس د افغانستان په استازیتوب خپل فعالیتونه پرمخ وړي.
(2022 / 11 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پراګ کې د افغانستان سفارت د کابل له حکومت سره په تماس کې دی.
دغه وزارت نن یکشنبه د غويي ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د افغانستان سفارت د افغانستان له اوسني حکومت سره په اړیکه کې دی او اوس د افغانستان په استازیتوب خپل فعالیتونه پرمخ وړي.
همدا راز په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت ویلي: << سفارت په دې اړه زیاته کړې: بې له کوم تبعیض ټولو محترمو مراجعینو ته خبر ورکوي چې دغه سفارت د خپلو ګرانو هیوادوالو د ستونزو د حل او د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له خپلو هیوادوالو سره په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په منځګړیتوب. تاسو کولی شئ د رسمي ساعتونو په جریان کې د قونسلګرۍ خدماتو ترلاسه کولو لپاره سفارت ته لاړ شئ.
اړوند موضوعات:
خو د ط.البانو تر واکمنۍ وروسته تر اوسه پورې د روسیې، ایران، ترکیې، پاکستان، چین، قطر، متحده عربي اماراتو او ازبکستان هېوادونو د ط.البانو حکومت ته د افغانستان سفارتونه ورکړي دي.