چین دغه هېواد کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته وسپاره

په دغه ناسته کې د افغانستان د سفارت سرپرست سیدمحي الدین سادات ویلي چې افغانستان اماده دی، څو له چین سره د ډيپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او مخته وړلو ترڅنګ، چین کې مېشت افغانانو او هغو چینایانو ته چې له افغانستان سره د تعامل غوښتونکي دي، د کونسلي خدمتونو زمینه برابره کړي.
(2022 / 4 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د چین دولت بیجینګ کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت استازیو ته سپارلی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعامالله سمنګاني پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې پرون بیجینګ کې د افغانستان سفارت د بیاپرانستلو په مناسبت یوه ناسته جوړه شوه چې د افغان زدهکړیالانو سربېره، یوشمېر دولتي چارواکو او د چینايي شرکتونو استازیو پهکې ګډون کړی وو.