عبدالسلام حنفي: د روغتیایي سکتور په ځانګړي ډول دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو ترسره کول ډېر اړین دي.

0
186

عبدالسلام حنفي: د روغتیایي سکتور په ځانګړي ډول دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو ترسره کول ډېر اړین دي.

3 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرار اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ورځ د عامې روغتیا له وزیر ډاکټر قلندر عباد او د یاد وزارت یو شمیر مسؤلینو سره وکتل.

 

په دغه لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت پخپلو خبرو کې د هیواد عمومي روغتیایي وضعیت، په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو لپاره د عامې روغتیا وزارت طرحې او نورو مهمو بخشونو مالومات وړاندې کړل.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي روغتیایي سکتور د هیواد تر ټولو مهمه برخه وبلله زیاته یې کړه، د اسلامي امارت رهبري او مسوولین د عامې روغتیا برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او په روغتیایي سکتور په ځانګړي ډول دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو ترسره کول ډېر اړین دي.

اړوند موضوعات

عبدالسلام حنفي: هڅه کوو د هیواد ځوانان مو له ورځني علم او ټکنالوژۍ څخه برخمن شي.

 

نوموړي د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته په خطاب کې وویل، اصلاحات باید له یوه روغتون څخه پیل او په تدریج پراخ شي. هغه روغتیایي پروژې چې چارې یې له ۸۰ تر ۹۰ سلنې بشپړې شوې دي او ټولنه ورته ډېره اړتیا لري د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۲ مالي کال په انکشافي بودجه کې به په پام کې ونیول شي.

حماد

Leave a reply