عبدالسلام حنفي: هڅه کوو د هیواد ځوانان مو له ورځني علم او ټکنالوژۍ څخه برخمن شي.

عبدالسلام حنفي: هڅه کوو د هیواد ځوانان مو له ورځني علم او ټکنالوژۍ څخه برخمن شي.

13 نومبر 2022

نن ورځ د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال له لورې د کانکور ازموینې لس بریالي ګډونوال وستایل شول.

دغه مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کانکور ګډونوالو، د هغوی کورنیو، استادانو او د ازموینو ملي ادارې ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، تاسو د ملت ویاړ او د افغانستان د راتلونکې جوړونکي یاست او اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه هڅه کوي ځوانانو ته د زده کړو او کار زمینه برابره کړي.

 

مولوي حنفي زیاته کړه: هڅه کوو د هیواد ځوانان مو له ورځني علم او ټکنالوژۍ څخه برخمن شي، ترڅو د کانونو استخراج، اوبو مدیریت او پیاوړي اقتصاد رامنځته کولو له لارې د هیواد ابادۍ کې خپل رول ولوبوي.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال سږ کال په شفاف ډول د کانکور ازموینې ترسره کېدو ته په اشارې وویل، د فساد مخنیوی د دې لامل شو چې حق حقدار ته ورسېږي، اوس خوندي شرایط برابر شوي او تاسو نړۍ ته ثابته کړئ چې افغان ځوانان کولای شي خپل هیواد پخپله جوړ کړي.

اړوند موضوعات

د ۱۴۰۱ کانکور لس تنه بریالي شاګردان او روزونکي یې د ریاست الوزراء د اداري مرستیال له لورې وستایل شول.

په پای کې د کانکور لس بریالي ګډونوال وستایل شول، ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

حمادشیرزاد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载