د ۱۴۰۱ کانکور لس تنه بریالي شاګردان او روزونکي یې د ریاست الوزراء د اداري مرستیال له لورې وستایل شول.

0
235

د ۱۴۰۱ کانکور لس تنه بریالي شاګردان او روزونکي یې د ریاست الوزراء د اداري مرستیال له لورې وستایل شول.

13 نومبر 2022

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د کانکور لسو تنو بریالیو ته ښه راغلاست ووایه او هغوی یې د هیواد د راتلونکي جوړونکي وبلل.

 

په دې مراسمو کې چې ستاینلیکونه او ډالۍ هم وویشل شوې، محترم حنفي صاحب د اسلامي امارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او هغوی یې په بیلابیلو برخو کې د لوړو زده کړو لپاره وهڅول.

 

د یادولو وړ ده چې د کاج ښوونیز مرکز چې د کانکور په ازموینو کې ۴ تنه عالي رتبه محصلین لري او همدا راز د هرات د پوهنې ریاست چې د کانکور لومړی او دریم نمره ګټونکي شاګردان یې وړاندې کړې وه او د ملي ازموینو د ادارې له خوا چې د کانکور ازموينې پروسه يې په برياليتوب سره تر سره کړه، په ځانګړې توګه وستایل شول.

اړوند موضوعات

د کانکور پایلو د اعلان په مناسبت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مبارکۍ پیغام خپور شو.

د مراسمو په جریان کې د سیالۍ مسؤلینو او د هغوی روزونکو په وار وار وینا وکړه او د اسلامي امارت د مسؤلینو له هڅونې او تعهد څخه یې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې تل به د خپل هیواد او ولس خدمت کوي.
حمادشیرزاد

Leave a reply