د کانکور پایلو د اعلان په مناسبت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مبارکۍ پیغام خپور شو.
د کانکور پایلو د اعلان په مناسبت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مبارکۍ پیغام خپور شو.
6 نومبر 2022
د ریاست الوزراء د دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کانکور د ازموینو د پایلې او کامیابو کسانو ته مبارکي ویلی.
خبرپاڼه زیاتوي د ۱۴۰۱ هجري لمریزکال د کانکور پایلو اعلان او پدې ملي پروسه کې د افغان ځوانانو بریالیتوب دې ټولو ځوانانو او د هغوی محترمو کورنیو ته مبارک وي.
په کانکور ازموینه کې د لسګونه زره ځوانانو هلکانو او نجونو ګډون او د علم او پرمختګ لپاره د دوی لېوالتیا د هېواد د پرمختګ لپاره ښه زېری دی او داښیي چې افغانستان به روښانه، مرفه او پر ځان بسیا راتلونکی ولري.
زه په کانکور ازموینه کې ټولو بریالي شویو ځوانانو هلکانو او نجونو او د هغوی محترمو کورنیو ، په ځانګړي ډول محترم سلیمان او کورنۍ ته یې چې له هرات ولایت څخه یې ګډون کړی و او د کانکور لومړی مقام یې خپل کړ، مبارکي وایم.
هغو ځوانانو ته چې تر اوسه له خپلو هڅو سره سره د دوی د خوښې پوهنځیو ته بریالي شوي نه دي، وایم چې دوی باید نهیلي نشي او د بریالیتوب لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د قطر له سفیر سره ولیدل.
محترم سلیمان د نوي نسل او د هېواد د باور نمونه ده چې په خپلو چارو کې ورته لا ډېر بریالیتوبونه غواړم.