د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د قطر له سفیر سره ولیدل.

0
206

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د قطر له سفیر سره ولیدل.

4 نومبر 2022

د ریاست الوزراء د دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، افغانستان لپاره د قطر هیواد سفیر سعید بن مبارک الخیارین سره وکتل.

 

په دې کتنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې وشوه، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ په دوحه کې د افغان حکومت او امریکا متحدو ایالتونو له پلاویو سره د سولې په پروسه کې د قطر هیواد د اخلاصمندانه هڅو او په سختو شرایطو کې د اسلامي امارت غړو د کوربتوب او له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو مننه وکړه.

 

مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت له قطر سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د لازیاتو حسنه مناسباتو پراختیا غواړي.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، موږ د قطر په همکارۍ او منځګړیتوب غواړو د اسلامي هیوادونو او نورې نړۍ سره ښې اړیکې جوړې کړو ترڅو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې لا نورې هم زیاتې شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملي شخصیت پیر سیداحمد ګیلاني سره وکتل.

هغه زیاته کړه، دا مهال په افغانستان کې ډاډمن امنیت تامین دی، د ارتباط کمېسیون له لارې تر دې مهاله د مخکېنۍ ادارې ۳۸۰ تنه لوړپوړي اشخاص افغانستان ته راغلي او په خوندي توګه خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي، اما ځینې مغرضې کړۍ دغه وضعیت معکوس په ډاګه کوي.

Leave a reply