شل اوریز نړیوال جام کې استرالیا له سختې مقابلې وروسته افغانستان ته ماتې ورکړه.
شل اوریز نړیوال جام کې استرالیا له سختې مقابلې وروسته افغانستان ته ماتې ورکړه.
4 نومبر 2022
نن د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغان لوبډله د اسټرالیا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شوه.
لومړۍ توپ وهنه اسټرالیا لوبډلې وکړه، د شل اورونو په لوبولو او ۸ لوبغاړو سوځېدو سره یې افغان لوبډلې ته ۱۶۹ منډې هدف وټاکه.
د استرالیا له اړخه میچل مارش ۴۵ او میکسویل تیزه توپ وهنه وکړه او ۵۲ ناسوځیدلې منډې یې جوړې کړې.
نوین الحق پخپلو ۴ اورونو کې د ۲۱ منډو ورکولو سره د استرالیا درې لوبغاړي وسوځول.
ورپسې افغان لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، تر ډیره یې ښه لوبه وکړه خو د ادم زمپا په یو اوور کې د درې لوبغاړو په سوځیدو یې لوبه د ناکامۍ لورې ته لاړه، خو بیا هم د راشد خان د غوره توپ وهنې، څلور شبګیزو په مټ ۴۸ منډې جوړې او لوبه یې د ۴ منډو په توپیر وبایلله.
اړوند موضوعات
هندوستان لوبډلې د شل اوریز کرکټ نړیوال جام لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه.
د اسرالیا ګلین میکسویل د غوره توپ وهنې په مټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.