هندوستان لوبډلې د شل اوریز کرکټ نړیوال جام لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه.

0
51

هندوستان لوبډلې د شل اوریز کرکټ نړیوال جام لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه.

23 اکتوبر 2022

د روان میلادي کال د اکتوبر میاشت تیره ورځ د شل اوریز کرکټ نړیوال جام د استرالیا هیواد په میدانونو کې پیل شو.

د لومړي پړاو لوبو په لړ کې نن ورځ د پاکستان او هندوستان لوبډلو تر مینځ سخته مقابله وشوه، چې هند لوبډلې په وروستي توپ بریا خپله کړه.

د لوبې پچه هندوستان وګټله او د توب وهنې لپاره پاکستان ته بلنه ورکړه، چې د اته لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۵۹ منډې جوړې کړی، چې افتخار احمد ۵۱ او شان مسعود ۵۲ غوره منډې جوړې کړې.

ورپسې هندوستان د سختې مقابلې وروسته په وروستي توپ کله چې یوه منډه پاتې وه، بریا خپله او خپله لومړنۍ لوبه یې وګټله.

اړوند موضوعات

پاکستان ټی ټونټي نړیوال کرکټ جام په سیالۍ کښې له هند څځه ماتې اوخوړه

 

هندوستان له لورې ویرات کولي غوره توپ وهنه ترسره او ناسوځیدلی ۸۲ منډې یې جوړې او خپله لوبډله یې تر بریا ورسوله.

Leave a reply