پاکستان ټی ټونټي نړیوال کرکټ جام په سیالۍ کښې له هند څځه ماتې اوخوړه

0
161

باغی ټي وي رپورټ
د ICC شل اوریز نړیوال جام په سوپر ۱۲ پړاو کې هند له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته پاکستان ته ماتې ورکړه.

هند پاکستان ته د ۱۶۰ منډو هدف په وروستي توپ د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته یې پاکستان ته په ۴ وېکټو ماتې ورکړه.

د هند پاڼۍ
د پاڼۍ په پیل کې نسیم کی ایل راهول په ۴ منډو وسوځاوه، ورپسې حارث روف هم کپتان روهیت شرما په ۴ منډو او سوریا کمار یادو په ۱۵ منډو وسوځاوه.
اکسر پټېل بیا د بابر لخوا په ۲ منډو رن اوټ شو.

د اکشر له سوځېدو وروسته کوهلي او پانډیا ډېر مسوولانه توپ وهنه وکړه او د پنځمې وېکټې لپاره یې د ۱۱۳ منډو ملګرتیا په جوړولو سره د لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه.

خو هارډیک پانډیا د ۴۰ منډو په جوړولو سره د نواز ښکار شو. هند د ګټلو لپاره په ۶ توپونو ۱۶ منډو ته اړتیا درلوده، نواز د وروستي اوور په پنځم توپ دنیش کارتیک وسوځاوه، خو هند په وروستي توپ د ۱۶۰ منډو هدف ترلاسه کړ.

په دې توګه هند پاکستان ته په زړه پورې لوبه کې په ۴ ویکټو ماتې ورکړه. کوهلي په دې لوبه کې ۸۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.
د پاکستان پاڼې

د میلبورن په کرېکټ لوبغالي کې د لوبې پچه هند وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. د ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم په دوهم اوور کې د ارسدیپ سینګ په لومړي بال ایل بی ډبلیو شو او د سرو زرو په وهلو سره پویلین ته راستون شو، ورپسې په څلورم اوور کې ویکټ کیپر محمد رضوان هم په ۱۲ توپونو د ۴ منډو په ورکولو سره د ارسدیپ د منډو ښکار شو.

د پاکستان له لوري افتخار احمد ۵۱ او شان مسعود ۵۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

پر دې سربېره شاداب خان ۵، حیدر علي ۲، محمد نواز ۹، اصف علي ۲، شاهین په ۱۶ منډو او حارث رؤف په ۶ منډو ناسوځېدلي پاتې شول.
………………….

Leave a reply