بدخشان؛ د آمو سیند کې د موټر لوېدلو له امله دوه ښځې او ماشومان یې نادرکه شوي دي 

0
166

د دغه ولایت چارواکي د پېښې پخلی کوي او وايي، چې دا پېښه تېره ورځ مازدیګر ۳۰ بجې د دې ولایت د پکن ولسوالۍ په “کولک دره” سیمه کې شوې ده.

د دغه موټر يو تن سپرلۍ د موټر له غاړې څخه ځان وچاوه چې له امله يې هغه مړ او د موټر چلوونکى ټپي شو. سرچینه وايي، د امو سیند ته د دغه موټر د لوېدو لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او د سړک خرابوالی بلل شوی دی.

(2022 / 10 / 23     نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په بدخشان کې د امو په سیند کې د یوه موټر له چپه کېدو وروسته دوه ښځې او د هغوی ماشومان ورک شوي دي د بدخشان ولایت سرچینې وايي، د دغه ولایت په پکن ولسوالۍ کې د امو په سیند کې د سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله دوه ښځې او دوه ماشومان لادرکه شوي دي.

Leave a reply