عبدالسلام حنفي: تعلیمي ادارې باید په نړیوالو معیارونو برابرې وي

عبدالسلام حنفي: تعلیمي ادارې باید په نړیوالو معیارونو برابرې وي
د کابل پوهنتون د ګرافیک ډيزاین یو محصل وايي، چې اوس له ۶۰ محصلینو څخه ۷ تنه په ټولګي کې پاتې دي. د هغه په وينا، په دې برخه کې د مهمو موضوعاتو نصاب نه دى تطبيق شوى او يوازې د اسلامي ثقافت موضوع په نوي والي سره تعقيبوي.
په ورته وخت کې د ا.ا. د لوړو زده کړو وزارت پخوانی وزیر عبدالباقي حقاني وايي: “زموږ په تعلیمي ادارو کې دیني اړتیاوې نه دي پوره شوي او پر ځوانانو د لویدیځ نفوذ زیات دی.”
(2022 / 10/ 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا. د حکومت د لومړي وزير اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د لوړو زده کړو وزارت د نوي وزیر د معرفي کولو په پروګرام کې وويل چې تعليمي ادارې بايد له نړيوالو معيارونو سره برابرې وي.
تر دې مخکې د ا.ا. د لوړو زده کړو د وزارت پخواني وزیر عبدالباقي حقاني هم ویلي وو چې نصاب به له نړیوالو معیارونو سره همغږی کړي.
ښاغلي حنفي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوه پروګرام په ترڅ کې ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو وزارت د نوي وزیر په توګه معرفي کړ او له خصوصي پوهنتونونو یې وغوښتل چې ځانونه په نړیوالو معیارونو برابر کړي.
په همدې مجلس کې ښاغلي ندیم چې پخوا د ا.ا. په حکومت کې د کابل د والي په توګه دنده ترسره کوله، زیاته کړه چې تعلیمي نصاب به د شریعت او نړیوالو معیارونو پر بنسټ چمتو شي.
له بلې خوا په ښوونیزو موسسو کې د ا.ا. پر چلند سختې نیوکې شوې دي، ځکه په تېر کال کې د افغانستان په پوهنتونونو کې د ا.ا. تر سیوري لاندې لوی توپیرونه لیدل شوي دي.
د دیني مضامینو تدریس درې چنده شوی، د زده کوونکو حاضري په ځینو پوهنځیو کې دا کچه ۸۰٪ ته راټیټه شوې، د جنسیت توپیر په پراخه کچه پلی شوی او کمزوری ښوونکی یا حتی نالوستی پروفیسوران استخدام شوی دی.
دا ټول موارد ښيي چې په افغانستان کې تعلیمي ادارې په دیني مرکزونو بدلې شوي او له نړیوالو معیارونو لرې دي.
د کابل پوهنتون د ګرافیک ډيزاین یو محصل وايي، چې اوس له ۶۰ محصلینو څخه ۷ تنه په ټولګي کې پاتې دي. د هغه په وينا، په دې برخه کې د مهمو موضوعاتو نصاب نه دى تطبيق شوى او يوازې د اسلامي ثقافت موضوع په نوي والي سره تعقيبوي.
اړوند موضوعات:
شیخ ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو وزارت د نوي سرپرست وزیر په حیث معرفي شو.
په ورته وخت کې د ا.ا. د لوړو زده کړو وزارت پخوانی وزیر عبدالباقي حقاني وايي: “زموږ په تعلیمي ادارو کې دیني اړتیاوې نه دي پوره شوي او پر ځوانانو د لویدیځ نفوذ زیات دی.





