د افغان دولت د کورنیو چارو وزیر کابل کې د جاپان له سفیر اوکدا تاکشي سره وکتل.

د افغان دولت د کورنیو چارو وزیر کابل کې د جاپان له سفیر اوکدا تاکشي سره وکتل.
23 اکتوبر 2022
د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د کورنیو چارو سرپرست وزیرخلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د جاپان سفیر اوکدا تاکشي سره لېدنه وکړه.
په دې لېدنه کې خلیفه صاحب په کابل کې د جاپان سفارت له فعالېدو هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن ګام یاد کړ.
د جاپان سفیر ښاغلي اوکدا تاکشي هم ژمنه وکړه، چې جاپان به د افغانانو ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکوي.
په پای کې قدرمن خلیفه صاحب د یاد سفارت د استازو او فعالیتونو اړوند د پوره امنیتي خوندېتوب ډاډ ورکړ.
یاده دې وي چې تیره اونۍ جاپان هیواد افغانستان کې د یو کلن ځنډ وروسته خپل سفارت بیا پرانیستلو او د سفیر په شمول زیات شمیر دیپلوماتان یې اوس دلته رسما کار کوي.