په عمران خان برید، لنډیکوتل کښې هم د پي ټي آی مشرانو احتجاجی مظاهره وکړه

0
186

د خيبر ضلعې د پخواني وفاقي وزير او د قومي اسمبلۍ غړي پير نورالحق قادري په خاص لارښوونه لنډي کوتل بازار کښې د پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان باندې د قاتلانه بريد په ضد احتجاجي مظاهره ترسره شوه.
په دې احتجاجی مظاهره کښې د خېبر ضلعې اعلیٰ قیادت او کارکنانو ګډون اوکړو او په عمران خان ی د برید کولو سخته غندنه وکړه او د عمران خان زنده باد نعرې ی پورته کړې.
د پي ټي آئي کارکنانو لنډي کوتل پريس کلب پورې احتجاجی لاریون وکړو. احتجاج کوونکو په پخواني وزيراعظم عمران خان باندي د حملي په سختو ټکو کښې غندنه وکړه .
د لاريون مشري مولانا شعيب، عبدالرازق شينواري، شرمت خان آفريدي، شاکر افريدي، ضرب الله عرف حاجي بابا او عظمت علي کوله.

Leave a reply