د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملي شخصیت پیر سیداحمد ګیلاني سره وکتل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملي شخصیت پیر سیداحمد ګیلاني سره وکتل.
1 نومبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن له ملي شخصیت محترم پیر سید حامد ګېلاني سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې لیدنه کې ښاغلي پیر سید حامد ګېلاني له سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر سره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک او زیاته یې کړه، اوسنی نظام اسلامي او د افغانانو نظام دی چې د رامنځته کېدو لپاره يې زياتې قربانۍ ورکړي دي.
هغه زیاته کړه، له اوسني نظام څخه د هېڅ ډول دندې او څوکۍ تمه نه لري او نه یې په تېر نظام کې دنده درلوده؛ خو ټینګار یې وکړ چې له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له محترم سید حامد ګېلاني څخه، له اسلامي امارت سره د هغوی له مرستو او همکاریو په مننې وويل، د ټولو افغانانو مشورې او وړاندیزونه ورته مهم دي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، له ښاغلي ګیلاني غوښتنه وکړه چې خلک باید د نظام ملاتړ او حمایت ته را دعوت کړي.