د ریاست الوزراء د دفتر رئیس ډاکټر عبدالواسع د میزان او سویلي افریقا CBS خیریه بنسټونو له پلاوي سره ولیدل.

0
163

د ریاست الوزراء د دفتر رئیس ډاکټر عبدالواسع د میزان او سویلي افریقا CBS خیریه بنسټونو له پلاوي سره ولیدل.

1 نومبر 2022

د ریاست الوزراء عمومي دفتر له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې ‏د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع تېر ماښام د میزان او د سویلي افریقا CBS (Caring by sharing) خیریه بنسټونو له پلاويو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه په پیل کې مولوي عنایت الله، محمد چوتیا او محمد زبیر بیات د نورو په استازولۍ په خیریه چارو کې د مالي ملاتړ او مرستو رسولو په اړه د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

اړوند موضوعات

د کابل یو شمیر امامانو نن ورځ د ریاست الوزرار د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملاعبدالواسع سره وکتل.

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې د دغو بنسټونو قدرداني وکړه وې ویل، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې ستاسې په شمول به د ټولو خیریه بنسټونو او ادارو مرستې په شفاف ډول اړمنو خلکو ته ورسول شي.

Leave a reply