د کابل یو شمیر امامانو نن ورځ د ریاست الوزرار د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملاعبدالواسع سره وکتل.

0
208

د کابل یو شمیر امامانو نن ورځ د ریاست الوزرار د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملاعبدالواسع سره وکتل.

30 اکتوبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع د کابل ولایت د یو شمېر جوماتونو ملا امامانو او خطیبانو سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه امامانو کې مولوي محمود ذاکري، مولوي محمد الله، مولوي عبدالغیاث، مولوي عبدالمالک، مولوي عبدالناصر زاهدي
مولوي بسم الله حقاني او مولوي فضل الرحمان کریم د مننې او قدردانۍ ترڅنګ خپلې غوښتنې او وړاندیزونه ډاکتر ملا عبدالواسع سره شریک کړل.

 

دوی وویل، علماء د ملت د اذهانو په تربیه او سمون کې کلیدي رول لوبولی دی او زیاته یې کړه، له اختلافاتو او بې اتفاقۍ څخه د مصئون یو فکري مکتب ایجاد زموږ یوازینی هدف دی او دې مقدس ماموریت ته تل تیار یوو.

 

دغو علمای کرامو د الله رضا او د ملت سرلوړي لومړیتوب وباله وې ویل، په دې لاره کې هر راز قربانیو ته تیار دي.

 

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس یادو علماوو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په اسلامي اصولو او ارزښتونو د ولسونو د اذهانو روښانه کول مهم وبلل وې ویل، اسلامي امارت د علماوو ترڅنګ ولاړ دی او ټول علما هم باید اسلامي نظام ته په ګډه کار وکړي او دا یې دیني وجیبه ده.

اړوند موضوعات

ډاکټر عبدالواسع: علمي کادرونه باید اسلامي او فرهنګي فکر په پام کې نیولو سره د راتلونکي نسل ذهنیت جوړولو په برخه کې هڅې وکړي.

ډاکتر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړ، چې د دوی غوښتنو او وړاندیزونو ته به رسیدګي وشي او د راتلونکو اقداماتو لپاره به له اړوندو ارګانونو سره شریک شي.

Leave a reply