ډاکټر عبدالواسع: علمي کادرونه باید اسلامي او فرهنګي فکر په پام کې نیولو سره د راتلونکي نسل ذهنیت جوړولو په برخه کې هڅې وکړي.

ډاکټر عبدالواسع: علمي کادرونه باید اسلامي او فرهنګي فکر په پام کې نیولو سره د راتلونکي نسل ذهنیت جوړولو په برخه کې هڅې وکړي.

22 اکتوبر 2022

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن ورځ د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د استادانو، مسؤلینو او نورو اړوندو کسانو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

نوموړي په خپلو خبرو کې د انګریزانو، شوروي پوځونو او تېرو شلو کلونو کې د تېري، وحشت او بربریت یادونه وکړه او هغه یې د نظام په بېلابېلو برخو کې د بدبختۍ او فساد د بنسټیزه کېدو لامل وبلل.

 

نوموړي زیاته کړه، افغانستان د دیني او عصري علومو په برخه کې د سید جمال الدین افغان، ابو علي سینا بلخي او ابونصر فارابي په څېر علما او پوهان درلودل او اوس هم زیات علمي کادرونه لري چې د هغوی د هڅو او خدمتونو ستاینه کوو.

 

ریاست الوزرا دفتر عمومي رئیس زیاته کړه، په تېرو شلو کلونو کې پوهنتونونه، مدرسې، جوماتونه او نور علمي او څېړنیز بنسټونه وران شوي یا یې زیان لیدلی او منفي ذهنیت ترویج او اسلامي ارزښتونه له پامه غورځول شوي دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر رئیس نن د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو غړو سره وکتل.

ډاکټر ملا عبدالواسع د هیواد له علمي کادرونو وغوښتل چې اسلامي او فرهنګي ارزښتونو ته په پام د راتلونکي نسل ذهنیت جوړولو په برخه کې هڅې وکړي او د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو ټولنې مسوولینو څخه یې وغوښتل چې خپلې ستونزې په کتبي ډول اړوندو مسوولینو ته وسپاري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载

wps下载

有道翻译下载