د افغانستان بانک ویلي: هیواد ته د نوو بانکي نوټونو د راوړلو پروسه به د پلان سره سمه عملي شي.
د افغانستان بانک ویلي: هیواد ته د نوو بانکي نوټونو د راوړلو پروسه به د پلان سره سمه عملي شي.
22 اکتوبر 2022
د افغانستان بانک او ځینو نورو سرچینو خبر ورکړی، چې د افغانستان د پیسو چاپ پروسې ته اجازه ورکړل شوه او زر به هیواد ته د افغانیو نوي چاپ نوټونه وارد شي.
د افغانستان بانک پخپله یوه تازه اعلامیه کې ویلي:
له دې لارې هېوادوالو ته خبـر او ډاډ ورکول کېږي؛ چې د افغانستان بـانک د افغانۍ بانکنوټونو د چاپ په برخه کې له پلان س سـره سـم د پام وړ پرمختګونه ترلاسه کړي، او هېواد ته د دغو بانکنوټونو د رارسېدو پړاوونه به له پالسی سـره سم پيل شي. دا بانکنوټونه د هېواد د معقولوپولي سیاستونو پر بنسټ، د اقتصادي ودې او په بازار کې پيسو ته له اړتيا سره سم خپرېږي. همدارنګه زاړه بانکنوټونه به په سیستماتیک ډول او په دې برخه کې د شته كړنلارې پر بنسټ راټولېږي او له دوران څخه به وویستل شي. د افغانستان بانک له خپلو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي څو د بانکنوټونو د ساتلو اړينوتدابيرواودراکړو ورکړو په اوږدو کې د مسؤلانه چلند په پام کې نیولو سره، د افغانۍ بانکنوټونو د ژر زړېدو مخه ونیسی او د دې ملي پانګې په ساتنه کې خپله ونډه ترسره کړي.
اړوند موضوعات
د افغانستان بانک اعلان کرده برای چاپ پول با برخ از شرکت های چاپ به توافق تخنیکی و فنی رسیده است
همدا راز د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست هم ویلي وه چې د افغانستان بانک ته د پیسو د چاپ د قرضې د تادیې اجازه ورکړل شوه.