د ریاست الوزراء د دفتر رئیس نن د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو غړو سره وکتل.

0
107

د ریاست الوزراء د دفتر رئیس نن د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو غړو سره وکتل.

22 اکتوبر 2022

 

د افغان دولت د ریاست الوزراء لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زدکړو مؤسسو ټولنې غړو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره او د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه؛ لومړی د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي د اسلامي امارت او لوړو زدکړو مؤسسو ترمنځ د لازیاتو علمي او همغږۍ غونډو پر جوړولو ټینګار وکړ وې ویل ښوونیز او د لوړو زدکړو مرکزونه د یوې ټولنې د ملا تیر جوړوي او همدا بنسټونه دي چې د ټولنې په پرمختګ، ترقۍ او وړتیا لوړولو کې پیاوړی رول لري.

 

هغه زیاته کړه، د هیواد د پوهنتونونو او علمي او اکاډمیکې ټولنې مسوولیت دا دی چې په پاک نیت او کلک هوډ ټولنې ته خدمت وکړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر رئیس ډاکټر عبدالواسع کابل کې د احمدزیو مشرانو سره وکتل.

 

اسلامي امارت خصوصي پوهنتونونو ته ځانګړې پاملرنه کوي او علمي قشر د ټولنې اړینه پانګه بولي.

Leave a reply