د ریاست الوزراء د دفتر رئیس ډاکټر عبدالواسع کابل کې د احمدزیو مشرانو سره وکتل.

د ریاست الوزراء د دفتر رئیس ډاکټر عبدالواسع کابل کې د احمدزیو مشرانو سره وکتل.
19 اکتوبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د کابل ولایت د احمدزیو یو شمېر مشرانو الحاج ملک دلاور، الحاج ملک نېک محمد، الحاج ملک اول خان، الحاج ملک سورګل او الحاج ملک ولي جان سره نن وکتل.
یادو مشرانو د مننې په څرګندولو سره له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او په ټینګار سره یې وویل چې د امارت بدیل نشته. همدارنګه یې خپلې غوښتنې او ستونزې هم د حل په موخه د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس سره شریکې کړې.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ نوې مشرې وکتل.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس د احمدزیو یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال د ولسونو ونډه او مرسته اړینه وبلله او وې ویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې ټولوهیوادوالو ته ښه خدمات وړاندې کړي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به د حل په موخه اړونده مسؤلینو ته ورسول شي.






