د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ نوې مشرې وکتل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ نوې مشرې وکتل.
16 اکتوبر 2022
نن ورځ له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ نوې مشرې روزا اوتونبایوا د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره سپیدار ماڼۍ کې وکتل.
سیاسي مرستیال یاده کتنه کې وویل: اسلامي امارت له بین المللي ټولنې سره د افغانستان د اړیکو ښه کولو په برخه کې د یوناما د ونډې، رول ستاینه کوي او د ژمي تر راتلو وړاندې یې د لا زیاتو بشري مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.
روزا اوتنبایوا له پخوانیو چارواکو سره د اسلامي امارت د تماس کمېسیون کارونه وستایل او بېرته هیواد ته د متخصصینو او مسلکي کسانو په راستنولو یې ټینګار وکړ.
نوموړې وویل، د ژمي تر راتلو وړاندې کار کوو چې افغانستان لپاره اړینې بشري مرستې جلب کړو،خو د اسلامي امارت رهبرۍ څخه یې مېرمنو ته د کار او زده کړو د لا زیاتې زمینې برابرولو غوښتنه وکړه
نوموړې، د بیان ازادي او رسنیو فعالیت د ملت او حکومت ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو مهم شرط یاد کړ زیاته یې کړه، په ګډه کار کوو ترڅو افغانستان له اوسني حالت څخه وباسو.
مولوي عبدالکبیر وویل، دا مهال د پخوانۍ ادارې پنځه لکه مامورین او مسلکي کسان په ادارو کې پر دندو بوخت دي او زموږ حکومت همه شموله دی، د مختلفو قومونو استازي په مختلفو برخو کې پر دندو بوخت دي. اسلامي امارت د شرعي اصولو په چوکاټ کې د ښځو د کار او زده کړو مخالف نه دی او تر شپږم ټولګیو پورته د نجونو ښوونځيو پرانېستو لپاره هم مشورې روانې دي.
اړوند موضوعات
کابل کې د خارجه وزیر سره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ نوې مشرې روزا اوتونبایوا وکتل.
نوموړي وویل، سمدستي رهبري شورا او د کابینې غونډه په لویو مسایلو کې د اسلامي امارت رهبرۍ ته مشورې ورکوي او د یوې لویې مشورتي شورا پر رامنځته کېدو هم کار جریان لري.





