کابل کې د خارجه وزیر سره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ نوې مشرې روزا اوتونبایوا وکتل.

0
96

کابل کې د خارجه وزیر سره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ نوې مشرې روزا اوتونبایوا وکتل.

15 اکتوبر 2022

 

نن له غرمې وروسته د افغان دولت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ نوې مشرې آغلې روزا اوتونبایوا وکتل.

 

په پيل کې د بهرنيو چارو وزير آغلې روزا اوتونبایوا ته په افغانستان کې د کار د پیل له امله مبارکي وویله، د همکاري ډاډ یې ورکړ او زیاته یې کړه چې له خپلې اوږدې تجربې څخه په افغانستان کې د کار پرمهال ګټه پورته کړي، د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې اوس د دې وخت دی چې نړۍ او افغانستان یو بل سره نژدې شي او یو د بل شرایط، لومړیتوبونه او غوښتنې درک کړي او یوناما دا کار ښه کولای شي.

 

آغلې اوتونبایوا د خپلو خبرو په پيل کې مننه وکړه، چې د افغانستان حکومت ورته د ښه کار شرایط برابر کړي دي، د یوناما مشرې وویل، یوناما ستاسې او د نړۍ ترمنځ د پله کار کوي او موږ به خپله نهايي هڅه وکړو چې ستاسې پیغام نړۍ ته ورسوو چې افغانستان څنګه بیاورغوو.

آغلې اوتونبایوا د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ښارونو کې د افغان حکومت له خوا د بیارغونې د ځینو پروژو د پیل ستاینه وکړه.

د یوناما مشرې همداراز وویل، چې یوناما به خپله ټوله هڅه وکړي چې افغان فنډ بیا ژوندی کړي تر څو د باور وړ بانک پیدا کړي.

 

د یوناما مشرې همدارنګه د ډاډمن امنیت څخه خوښي څرګنده کړه. آغلې اوتونبایوا زیاته کړه، چې داسې حساس مسایل هم شته چې په کار ده دواړه لوري پرې په ګډه کار وکړو.

Leave a reply