په افغانستان کې د قطر سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل.

0
220

په افغانستان کې د قطر سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل.

1 نومبر 2022

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یو تازه خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د قطر هېواد سفير ښاغلي سعيد بن مبارک الخيارين د بهرنيو چارو وزير ښاغلي مولوي اميرخان متقي سره وکتل.

 

په ياده کتنه کې د قطر سفير وويل: په افغانستان کې د قطر خيريه مؤسيسې د دفتر پرانيستلو نیت لري او ستاسو له منظورۍ سره سم به ياد دفتر پرانيزي چې د دې لارې به دوی په افغانستان کې د اړمنو,کونډو او يتيمانو سره لازمې مرستې کوي. دغه راز ښاغلي سفیر زیاته کړه چې هیواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې اړيکې نورې هم پياوړي کړي.

 

د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په خپل وار د قطر له همکاريو مننه وکړه، نوموړي ته يې اطمینان ورکړ چې د قطر د خیریه ادارو په فعالیت کی به پوره همکاري وکړی او همداراز يې د مرستو د ويش په برخه کې خپل نظر او همکارۍ ډاډ ورکړ.

اړوند موضوعات

د ترکي علماؤ وفد نن ورځ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

د ناستې په پای کې محترم متقي صاحب د قطر کړې همکارۍ نه هیریدونکې وبللې.

Leave a reply