د ترکي علماؤ وفد نن ورځ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

د ترکي علماؤ وفد نن ورځ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
26 اکتوبر 2022
د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکي علماؤ وفد د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره ناسته ترسره کړه.
د ترکيې څخه راغلو علماء کرامو په ناسته کې په افغانستان کې په راغلي اسلامي نظام او امن خوښي څرګنده او د اسلامي امارت د بري راز یې اتفاق او تقوی وبلله.
همدا راز یادو علماءکرامو ژمنه وکړه چی په افغانستان کې ښه امنیت، اسلامي نظام او شته فرصتونو د صورتحال انځور به د نړۍ مسلمانانو ته ورسوي.
اړوند موضوعات
بهرنیو چارو وزارت کې د اسلامي امارت په پر یو کلن سیاسي او اقتصادي مزل د بحث غونډه وشوه.
د بهرنیو چارو وزیر د علماء کرامو وفد ته د هرکلي ترڅنګ افغانستان ته د دوی راتګ مفید وباله، د ترکيې او افغان ولسونو او علماء کرامو ترمنځ یې په قوي او منظمې رابطې ټینګار وکړ.






