په زابل کې د کابل او کندهار پر لویه لار د بسکي 24 متره پل جوړ او ګټي اخیستنې ته وسپارل شو.

په زابل کې د کابل او کندهار پر لویه لار د بسکي 24 متره پل جوړ او ګټي اخیستنې ته وسپارل شو.
4 نومبر 2022
د ټولګټو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هیواد په جنوب زابل ولایت کې د کابل ۔ کندهار پر لویه لار د بُسکي پل د بنسټیز ترمیم او بیارغونې کار بشپړ او د یاد ولایت د مرستیال والي مولوي سلیمان اغا بهیر، د ٧٧ شرکت مرستیال رﺉیس براق انسال د ټولګټو وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح، د زابل د ټولګټو چارو رئیس مولوي احمد احمدي او یو شمیر نورو سیمه اییزو چارواکو په حضور او راتګ سره ګټي اخیستنې ته وسپارل شو.
په دغو جوړو شویو مراسمو کې، د زابل مرستیال والي د ترکي ٧٧ ساختماني شرکت څخه د منني ترڅنګ وویل: د کابل ۔ کندهار لویې لارې اهمیت ته په کتو؛ د دغه پله د بیارغونې چارې ۷۷ ترکي شرکت ته ورکړل شوې، چې په ډېر کم وخت او ښه کیفیت سره یې چارې بشپړي شوې او هیله ده؛ چې یاد شرکت د دې لويې لارې د پاته ويجاړو پلونو په ترمیم او بیارغونه کې هم مرسته او همکاري وکړي.
د ۷۷ ترکي شرکت مرستیال براق انسال، افغانستان او ترکیه دوه دوست هیوادونه وبلل ویې ویل، چې دا پل د ۷۷ شرکت لخوا افغانانو ته د تحفې په ډول بیا ورغول شو، ښاغلي براق په راتلونکي کې د پلونو په بیارغونه کې لیوالتیا وښوده او ټولګټو وزارت ته یې په دغه برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
اړوند موضوعات
د ۲۵۳۰ مترو په اوږدوالي د کابل ولایت بګرامیو نساجۍ سړک اصلي لېکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادونې وړ ده، چې بسکي پل ٢٤ متره اوږدوالی او څه باندې ٨ متره پلن والی لري، موده وړاندې د سیلابونو او سختو بارانونو له کبله نړیدلی و، چې اوس مهال به یې له ترمیم سره د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي،





