د هلمند صنعتي ښارګوټي کې د پنبې او غوړیو نوې فابریکه د ۵۰۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړه او فعالیت یې پیل کړ.

0
208

د هلمند صنعتي ښارګوټي کې د پنبې او غوړیو نوې فابریکه د ۵۰۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړه او فعالیت یې پیل کړ.

4 نومبر 2022

د هلمند د اطلاعات او کلتور ریاست د خبرپاڼې له مخې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه صنعتي ښارګوټي کې د پنبې او غوړیو نوې فابریکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه سردار ګل محمد خان صنعتي ښارګوټي کې د پنبې او غوړیو نوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ.

په پرانيستغونډه کې د سوداګرۍ خونې مسوول غلام يحیی وويل چې هېواد والو ته به په نورو برخو کې هم ورته کاري فرصتونه برابر کړي.

 

د یادې فابریکې مرستیال محمد حلیم امیني وويل چې پر دغې فابریکې ۵۰۰ زره امریکايي ډالره پانګونه او د شپږو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې، چې له ۷۰ څخه تر ۱۰۰ تنو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

 

دا مهال په هلمند کې شاخوا ۱۲۰ فابریکې شتون لري چې ډیری یې فعاله او پر نورو یې عملاً کار روان دی.

اړوند موضوعات

بلخ کې د پنبې د پروسس نوې فابریکه پرانیستل شوه

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره هلمند ولایت کې شاوخوا ۳۵ فابریکو په فعالیت پیل کړی دی.

Leave a reply