بلخ کې د پنبې د پروسس نوې فابریکه پرانیستل شوه
بلخ کې د پنبې د پروسس نوې فابریکه پرانیستل شوه.
7 اکتوبر 2022
د افغانستان په شمال ولایت بلخ کې د دوه ميليونه افغانيو په لګښت د پنبې د پروسس فابريکه پرانيستل شوه.
د دغې فابريکې مسؤل وويل چې په ٢٤ ساعتونو کې ۷۰ زره کيلو پنبه په معياري ډول پروسس کوي.
نوموړي زیاته کړه چې کوښښ کوي د پروسس نور ماشینونه هم وپلوري اړ زیاته پنبه پروسس کړي.
په دغه فابریکه کې اوس مهال سل تنو ته د کار زمينه هم برابره شوې، چې ممکن دا شمیر نور هم زیات شي.
یاده دې وي چې بلخ ولایت کې سږ کال له ۲۵ زره نیولې تر ۳۰ زره هټکاره ځمکه باندې پنبه کرل شوی، چې په حاصلاتو کې یې لس فیصده د پخوا په پرتله زیاتوالی راغلی.
اړوند موضوعات
کندز کې سپین زر فابریکې یو ځل بیا خپل فعالیت پیل کړ.
هلمند، کندز او بلخ هغه ولایتونه دي چې پنبه پکې زیاته کرل کیږي او ښه حاصل ورکوي، له پنبې څخه ښه معیاري غوړي هم ترلاسه کیږي او تیر کال افغانستان کې ۷۴۰۰۰ ټنه پنبه تولید شوې وه، چې سږ کال یې د پخوا په پرتله زیات حاصل کړی.