اسلامي امارت د پاکستان په شمول له ټولو ګاونډیوو هیوادونو د حسن همجوارۍ او ښو اړیکو غوښتنه کړی.

اسلامي امارت د پاکستان په شمول له ټولو ګاونډیوو هیوادونو د حسن همجوارۍ او ښو اړیکو غوښتنه کړی.
3جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله پر خپله ټویټر پاڼه یوه تازه اعلامیه خپره کړی او د پاکستان وروستیو څرګندونو ته یې غبرګون ښودلی.
خبرپاڼه زیاتوي: د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په شمول له خپلو ټولو ګاونډيو هیوادونو سره د حسن همجوارۍ په روحیه ښې اړيکې غواړي او په ټولو هغو لارو چارو باور لري چې دغه هدف ته موږ رسولی شي.
په دا وروستیو کې د پاکستاني چارواکو لخوا د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې کیږي چې موږ يې د تأسف وړ بولو.
اسلامي امارت ټوله هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان او هیڅ کوم بل هیواد په وړاندې ونه کارول شي.
موږ همدې هدف ته ژمن یو، خو پاکستانی اړخ هم مسئولیت لري چې د وضعیت د کابوکیدو هڅې وکړي، له بې اساسه خبرو او پارونکو نظریاتو ورکولو څخه ډډه وکړي، ځکه داسې خبرې او بې باورۍ د هيڅ اړخ په ګټه نه ده.
اړوند موضوعات
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته د اسلامي امارت دفاع وزارت غبرګون ښودلی.
د افغانستان اسلامي امارت لکه څرنګه چې پخپل هیواد کې امن او ثبات ته ارزښت ورکوي. همداسې د ټولې سیمې لپاره امن او ثبات غواړي او په دې لاره کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.





