د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته د اسلامي امارت دفاع وزارت غبرګون ښودلی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته د اسلامي امارت دفاع وزارت غبرګون ښودلی.
1 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د پاکستان د داخله وزیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودل شوی.
خبرپاڼه زیاتوي: د ملي دفاع وزارت، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو دتحريک شتون او پر هغوی په افغانستان کې دننه د احتمالي برید کولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او بې اساسه بولي.
سره له دې چې د پاکستاني طالبانو د مرکزونو شواهد په ياد هېواد کې شتون لري، د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي.
زموږ غوښتنه داده چي هر تشویش باید دتفاهم له لاري رفع شي.
د اسلامي امارت دفاع وزارت په غبرګون کې ویلي: افغانستان لا وارثه ندی، موږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یو، او دخپل ګران هیواد په دفاع کي ترهرچا ښه تجربه لرو.
اړوند موضوعات
ملي دفاع وزارت: د جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ RCC او توپچي له مسلکي زده کړو لسګونه مجاهدین فارغ شول.
یاده دې وي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ویلي، د دې امکان شته چې دوی په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په پټنځایونو عملیات وکړي. هغه وایي د نړیوالو قوانینو له مخې، دا د دوی حق دی، له کومه ځایه چې پر دوی برید کېږي، هغه ځای په نښه کړي.
حماد






